
ایکنانیوز راپور راکړ، د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د دوه څلوېښتم پړاو مقدماتي مرحله د هند، اردن، عمان، یمن، مصر، لیبیا پشمول د یو شمېر نورو هیوادونو له ګډونوالو سره پيل شوې ده. دا مرحله په دوو برخو یعني څارنې او قضاؤت په برخو کې ترسره کېږي:
د جوړ شوي پروګرام له مخې، د حفظ څارنه او ارزونه د لیندئ یا قوس دمیاشتې له ۱۵مې تر ۲۰مې نېټې پورې په آنلاین ډول ترسره شوې، او د حفظ، ترتیل او تحقیق څانګو قضاؤت به د لیندئ یا قوس د میاشتې له ۲۲مې تر ۲۶مې پورې ترسره شي. ګډونوالو د خپلو تلاوتونو ویډیوګانې له وړاندې د اوقاف د ادارې د قرآني چارو مرکز ته لېږلې دي.
د دغو سیالیو د نارینو د برخې د قاضیانو په برخې کې د پلاوي مشر محمدرضا ابوالقاسمي ،حیدر کسمایي (تخنیکي ناظر )، عباس امام جمعه (د تجوید قاضي)، سعید رحماني (د وقف او ابتدا قاضي)، امیر آقايي (د حفظ د سموالي قاضي)، امین پویا (د صوت یا غږ قاضي)، صالح اطهري فرد (د لهجې او لحن قاضي)، او سید احمد مقیمي (دتخنیکي کمیټې مشر ) شامل دي
په ښځینه برخه کې: د قاضیانو د پلاوي مشره ده، میرمن حوریه عقبایي، فاطمه سادات حسيني فر د تخنیکي ناظرې په توګه شتون لري. هاجر عزتپژوه (د تجوید قاضي)، فاطمه پرويزي نصرت (د وقف او ابتداقاضي)، نجمه شباني قهرودي (د حفظ د صحت قاضي)، رضوان جلالي فر (د غږ یا صوت قاضي)، او سمانه کوچکي (د لهجې یا لحن قاضی ) د دې پړاو قاضیانې دي.
د مقدماتي مرحلې د پایلو له اعلان وروسته به ، د ایران د اوقاف او خیریه ادارې د قراني چارو د څانګې له لوري وروستۍ مرحله ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4321767